د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی ستازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د سولې تر ټنګښت پورې د افغان پوځ هر ډول لاسنوي ته چمتو ده.
خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي، تر هغې چې افغانستان کې سوله نه وي راغلې امریکا به د افغان پوځ سره مرسته کوي.
نوموړي ویلي، داسې مرستې، چې هم د پیسو له اړخه، هم د وسلو له پلوه، هم د تمرین په برخه کې او هم د هغه نورو ګامونو له اړه چې اړتیا ده او پر مت یې پوځ کولی شي د افغانستان دفاع وکړي.
خلیلزاد د دې تر څنګ د افغانستان له پوځ سره د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه د درې میلیارد او درې سوه میلیونه ډالره ییزې مرستې یادونه وکړه ویې ویل چې د پيسو په لګښت څار ته هم پام ساتل کېږي.
د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم ویلي، هر هغه څه چې امریکا یې د ځان د ګټو لپاره خطر بولي پر وړاندې یې درېږي.
دی وايي، که بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر راپورته شي یا د امریکا ګټو ته خطر پېښ شي امریکا به په سیمه کې ځواکونه ولري، څو د خپلو ګټو دفاع وکړي.
خلیلزاد په خپلو خبرو کې د سولې پروسې ته هم اشاره کړې وايي، په افغانستان کې جګړو ډېر زور اخیستی، خو د دوحې پروسه پڅه روانه ده او مرکچیانو لا اصلي مسایل سره نه دي څېړلي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خبرداری ورکړی، چې که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې جګړې دوام وکړي، نو د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې ته به ډېره زمینه برابره شي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد د امریکا د بین الوزارتي پلاوي په مشرۍ وړمه ورځ کابل ته راغلی او دلته یې له ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینې نورو سیاسیونو سره پر سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد له افغان ولسمشر سره دوه ځلي خبرو کې هم ډاډ ورکړي، چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ او مرستې ته دوام ورکړي او د سولې لپاره به هڅې زیاتې کړي.
خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم نه یوازې د سولې خبرې پڅې شوې، بلکې جګړو لا زور اخیستی او هره ورځ له دواړو لورو د ملکي وګړو په ګډون سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22864